کابل د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قبولوف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه روسي چارواکي له خوا په افغانستان کې د ائتلافي دولت د جوړېدو وړاندیز رد کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قبولوف تېره سې شنبې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانستان په لومړي ګام کې یوه ائتلافي دولت ته چې د دواړو لورو د کنټرول توان او ځواک ولري اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن جمعه (د کب ۱مه) خپور شو، د قبولوف دې او نورو څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې د نوموړي ویناوې د افغانستان له واقعیتونو سره سمون نه لري او په ځینو برخو کې د روسیې د دولت له رسمي دریځ سره هم په تناقض کې دي.

په بیان کې همدا راز راغلي، قبولوف د هغې ډلې د ځواک په اړه مبالغه کړې چې په روسیه کې هم ممنوع اعلان شوې.