سولېوان: امریکا روسیه کې د اعتراضونو پارولو لېوالتیا نه لري

په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولېوان

په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولېوان د کرېملین هغه څرګندونې رد کړي چې وايي، د حکومت د مخالف سیاستوال الکسي ناوالنۍ مسمومېدل او د هغه له توقیف وروسته مظاهرې د روسیې کورنۍ مسایل دي.

ښاغلي سولیوان له مسکوه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې متحد ایالات په روسیه کې دننه د اختلافونو یا د اعتراضونو له پارولو سره لېوالتیا نه لري.

نوموړي همدا راز د روسیې پر هغه اقدام چې د بهرنیو اېجېنټانو په نوم د لانجمن قانون په وسیله رسنۍ او له هغې ډلې د ازادې اروپا راډیو، ازادي راډیو په نښه کوي انتقاد وکړ او ویې ویل چې متحد ایالات په دې برخه کې د یوه مناسب ځواب په اړه غور کوي.

د مسکو یوې محکمې د فبروري په دوهمه نېټه ۴۲ کلن ناوالنۍ په جرمني کې د استوګنې پر مهال له مشروطې ازادۍ په سرغړونه مجرم وپېژاند او په درې نیم کاله تعلیقي بند یې محکوم کړ.

د ناوالنۍ د حبس حکم د اختلاس له یوې قضیې سره تړاو لري، په داسې حال کې چې ناوالنۍ وايي، دا حکم سیاسي انګېزه لري.

نوموړی تېره میاشت له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.

ناوالنۍ د تېرکال په اګست میاشت کې د اعصابو د فلجوونکې کیمیاوي مادې نوویچوک په وسیله له مسمومېدو وروسته د علاج لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

د هغه پلویان وايي، د نوموړي د مسمومولو دستور ولسمشر ولادیمیر پوتین ورکړی و، خو کرېملېن په دې قضیه کې د هغه د دخالت تورونه رد کړي دي.