د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به خپل روسي سیال سره وګوري

ارشیف، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره

تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر راتلونکې اوونۍ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په مسکو کې وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په آنلاین خبري غونډه کې وویل چې دواړه وزیران به د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل او نور دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

زاخارووا زیاته کړه: "هغه څه چې تمه ده په دې کتنه کې خبرې پرې وشي دوه اړخیزو اړیکي او له هغې ډلې تجارتي راکړه ورکړه، د افغانستان د کړکېچ سوله ییز حل او د ترورېزم او مخدرو موادو پر ضد د قاچاق مسایل دي."

مېرمن زاخارووا زیاته کړه چې ښاغلی اتمر به د فبروري له ۲۴ مې څخه د فبروري تر ۲۷ مې نېټې پورې له مسکو څخه لیدنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مسکو په تېره میلادي میاشت کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربه و.