له افغانستانه د نیوزیلنډي سرتېرو د وتلو په اړه نړیوالې تبصرې

ارشیف، د نیوزیلنډ ملي بیرغونه

  • مېډل ایسټ مونیټور

مېډل ایسټ مونیټور خپرونې د نیوزیلنډ د صدراعظمې جېسینډا ارډرین هغه خبرې راخیستي چې وايي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ روانه د سولې پروسه د افغانستان د شخړې د دایمي سیاسي هواري لپاره غوره فرصت دی.

د نیوزیلنډ صدراعظمې دا خبرې په هغې اعلامیه کې کړي په کومه کې یې چې اعلان وکړ هېواد یې د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه خپل وروستي شپږ سرتیري وباسي.

د سرتیرو دا ایستل د هغې هوکړې پر بنسټ دي چې نژدې کال مخکې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه.

د نیوزیلنډ صدراعظمې په دې بیان کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې یې د هېواد د سرتیرو له شل کلن ماموریت وروسته اوس د دې وخت دی چې دا ماموریت پای ته ورسوي.

  • نیوزیلنډ هیرالډ

نیوزیلنډ هیرالډ ورځپاڼې بیا په یوه لیکنه کې ویلي چې طالبانو د نیوزیلنډ د حکومت د دې پریکړې هرکلی کړی چې له افغانستانه خپل ټول پاتې سرتیري وباسي.

نیوزیلنډ دا مهال په افغانستان کې شپږ تنه سرتیري لري چې درې تنه یې د افغانستان د ملي اردو په اکاډمۍ او درې تنه یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات کې کار کوي، خو د نیوزیلنډ هېرالډ په وینا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته درې نیم زره نیوزیلنډي سرتیري او چارواکي د ماموریت لپاره استول شوي دي.

ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې نانیا ماهوټا هغه څرګندونې هم راخېستي چې وايي، سره له دې چې وضعیت پیچلی دی، بین الافغاني خبرې د افغانستان سیاسي هواري ته د رسېدو لپاره غوره لاره ده.

ورځپاڼه د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې له خولې زیاتوي، نیوزیلنډ به په راتلونکې کلونو کې د افغان حکومت او د دې هېواد د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په تېرو شلو کلونو کې نیوزیلنډ افغانستان کې تر ټولو زیات سرتیري هغه مهال درلودل کله یې چې په بامیانو کې د ولایتي بیارغونې د یو ټیم مشري کوله.

  • هيل

له واشنګټنه خپریدونکي هيل ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د یو پخواني سفیر رونالډ نیومن یوه تبصره خپره کړې چې په پیل کې یې وايي، په افغان جګړه کې د شل کلنې ښکېلتیا وروسته، د دې جګړې ملاتړي تمایل لري چې خپله قضیه د امنیت د ساتلو لپاره ډېر کله د ترهګرۍ ضد مبارزې په اصطلاحاتو تکیه کړي.

د نیومن په وینا نورو غوښتنو لکه د ښځو پرمختګ، د رسنیو ازادي یا ولسواکۍ ته په عمومي توګه د یو داسې څه په سترګه کتل کېږي چې ښه ده ولرل شي، خو داسې څه نه دي چې لپاره یې موږ جګړې ته دوام ورکړو.

افغانستان کې د امریکا دا پخواني سفیر وايي، "زه په عمومي توګه له دې سره موافق یم. ۳۷ کلونه د امریکا د ډیپلوماټ په توګه له کار کولو وروسته زه په دې باور لرم چې بشري حقونه داسې څه دي چې په ملاتړ او کمپاین ارزي، خو باید په جګړه کې د امریکا د ښکېلېدو لپاره باید مشروع دلیل و اوسي."

هیل ورځپاڼه کې د رونالډ نیومن په دې تصبره کې وړاندې راغلي"خو پر دې سربېره په افغانستان کې ، زه په دې باور یم چې هلته د پاتې کېدو لپاره یو اخلاقي دلیل شته، نه د تل لپاره په هر بیه، خو د یو څه نور وخت لپاره په اوسنۍ بیه."