ناټو نن په افغانستان کې د خپلو ټولو ځواکونو د برخلیک په اړه خبرې کوي

د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د دفاع وزیران نن په یوه انلاین غونډه کې پر دې خبرې کوي چې ایا دا تړون له طالبانو سره د امریکا د شوي تړون له مخې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي او که‌یې پرېږدي.

خو د دې تړون د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او نورو چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې برېښي چې دوی به په دې هېواد کې پاتې شي.

سټولټنبرګ پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبانو شخړې نه‌دي کمې کړي، په ښه نیت‌یې د سولې خبرې مخ ته نه‌دي وړي او د القاعده په څېر له نړیوالو ترهګرو ډلو سره‌یې اړیکې نه‌دي شلولي.

د ناټو عمومي منشي له دې مخکې د دې خبرداری هم ورکړی و چې که دا تړون په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي، نو د دې خطر شته چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شي.

طالبانو هم له دې مخکې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د نه‌وتلو په صورت کې ورته خبرداری ورکړی و.

طالبانو له امریکا سره د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون له مخې په نږدې یوه کال کې په دې هېواد کې پر بهرنیو ځواکونو له حملو ډډه کړې ده.