د اشرف غني او بلېنکن خبرې: افغانان د سولې لپاره پياوړې اراده او اجماع لري

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو او یو شمېر نورو مسئلو خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني او انتوني بلېنکن دا ټیلیفوني خبرې تېر ماښام کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي غني دغو خبرو کې ویلي "د افغانستان دولت او خلک پیاوړې اراده او اجماع لري چې د سولې پروسه بریالۍ او په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي".

بلېنکن د جو بایډن د ادارې د هغو چارواکو له ډلې دی چې له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا ارزولو غوښتنه‌یې کړې، خو د ارګ په خبرپاڼه کې دا نه‌دي راغلي چې دواړو لورو په دې تړاو هم څه ویلي او که نه.

د افغانستان حکومت هم د امریکا د مخکېنۍ ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړونه خوښ نه‌دی او په ښکاره‌یې د تړون له ځینو مادو سره مخالفت ښودلی دی.