نړیوال بانک له افغانستان سره نږدې ۱۰۰ ملیونه ډالره مرسته وکړه

واشنګټن کې د نړیوال بانک مرکزي دفتر

نړیوال بانک له افغانستان سره نږدې سل ملیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.

په واشنګټن کې د دغه بانک د اجرائیه مشرانو بورډ د فبرورۍ په ۱۶مه یوه خبرپاڼه کې وویل چې ۹۷،۵۰ ملیونو ډالرو دا مرسته وچکالۍ او کرونا ځپلو افغانانو ته ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا پیسې په ۷۸ ولسوالیو کې ۲،۲ ملیونه افغانانو ته په نقدي ډول او یا هم د کار په مقابل کې ورکول کېږي.

دا هغه ولسوالۍ دي چې د نړیوال بانک په باور وچکالۍ تر نورو ډېرې ځپلي او د هغو کسانو شمېر په‌کې زیات دی چې د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر (Henry Kerali) هنري کېرالي ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون په وړاندې زیانمنونکی دی او په خبره‌یې د ځواب ورکونې کمزوري سیستم د زیان کچه نوره هم ډېره کړې ده.