د ای.پي.ایل کرکټ لیګ بولي سبا پنجشنبه چنای کې ترسره کېږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې د هند ای پي اېل کرکټ سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم سبا پنجشنبه ماسپښین درې بجې په چنای ښار کې ترسره شي.

ددې لیګ بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوم لېکنه کړې وه چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي.

خو د ای پي اېل ادارې له ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې یوازې ۲۹۲ غوره کړل او اوس به دا ۲۹۲ لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي.

د آی پي ایل لیګ ته ۳۰ افغان لوبغاړو نوم لېکنه کړې وه چې۷ لوبغاړي مجیب الرحمن، رحمن الله ګُربز، قیس احمد، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، کریم جنت او فضل حق فاروقي شارټ لېست شوي دي.

راشد خان او محمد نبي بیا له خپلې پخوانی لوبډلې سنرایزر حیدراباد سره پاتې دی.