د یمن د مارب ښار د نیولو لپاره د ملګرو ملتونو خبرداری!

د یمن په مارب ښار کې یو شمېر کډوال

ملګروملتو خبرداری ورکړ چې د مارب ښار د نیولو لپاره د حوثي یاغیانو یرغلیز عملیات کېدای شي د سلګونو زرو تنو د بې ځایه کېدو سبب شي.

مارب د یمن د رسمي دولت یوه وروستۍ پاتې اډه ګڼل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لکونو تنو چې د یمن د شپږ کلنې جګړې په لړ کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، مارب سیمې ته پناه وړې او د دې ښار مرکز خورا پراخ شوی دی.

د یمن د حکومت د یوه چارواکي په وینا د جګړې جبهه اوس د دې ښار د لوېدیځ ۳۰ کیلومترۍ ته رسېدلې او مارب ته د ورغلیو پناه غوښتونکو د ژوند په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.