د اسلام قلعه پېښه؛ مالیې وزارت: زیانمو سوداګرو ته به رسېدنه وشي

ارشیف

د افغانستان د مالیې وزارت سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګېدنې پېښې له ارزولو وروسته به زیانمنو شوېو ته جدي رسېدنه وشي.

د ماليې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدنې پېښه د مالیې وزارت او بېلابېلو ګمارل شوېو کمېټو او کمېسيونونو له لوري تر نظارت لاندې ده.

نوموړي وویل، که څه هم پېښه کې سوداګرو ته زیات مالي زیان اوښتی، لسګونه نقلیه وسایط او سوداګریز مالونه سوځېدلي، خو په وینا یې د ژغورنې ټیمونه او د بحران کمېټې په وخت سره عمل کړی او سلګونه بار وړونکي ټرانسپورټي نقلیه وسایط یې خوندي کړي دي.

وزارت وایي، د اوښتي زیان د ارزونې، زیانمنو شوېو ته د رسېدنې، د ترسره شوېو اجرااتو ارزونې او په راتلونکې کې له ورته پېښې د مخنیوي په موخه مشخصه طرحه او په دې اړه یې بشپړ راپور ارګ ته وړاندې کړی .

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولايت اسلام قلعه ګمرګ کې د تېرې شنبې په ورځ د پراخې اور لګېدنې له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او سوداګر له حکومته د زیان د ورکړې غوښتنه کوي.