'پي.ای. اې': غواړو افغانستان ته سوداګریز پروازونه لا زیات کړو

د پاکستان د 'پي.ای. اې' یا د نړېوال هوایي شرکت یوه الوتکه

د پاکستان د 'پي.ای. اې' یا د نړېوال هوایي شرکت مشر اېرمارشل ارشد ملک په یوه ورځنۍ سفر کابل ته راغلی او د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده او يو شمېر افغان سوداګرو سره يې لیدلي دي.

د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت دفتر نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي، دوی غواړي افغانستان ته خپل سوداګریز پروازونه لا زیات کړي او کندهار، هرات او مزار شریف ته هم پروازونه ولري.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مشر له پاکستانه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د دوی غوښتنې به د دواړو هېوادونو تر منځ د الوتنې له هوکړې سره سم په پام کې ونيول شي.

د پاکستان د نړیوال هوایې شرکت 'پي.ای. اې' مشر د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت له مشرانو سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د تجارتي اړیکو او تورېزم سفرونو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

'پي.ای. اې' شرکت دا مهال له یو لوی بحران سره مخ شرکت دی.

دا شرکت وروسته له هغه له بحران سره مخ شو چې د پاکستان د هوایي مرکزي ادارې وزیر غلام سرور خان تېر کال په پارلمان کې وویل چې د دغه هېواد د ۲۶۲ پیلوټانو لایسنسونه جعلي دي.

له هغه وروسته د پيلوټانو د جعلي لایسنسونو له کبله اروپایي ټولنې د تېرې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه خپلو غړو هېوادونو ته د 'پي.ای. اې' پروازونه بند کړل.

تر اروپایي ټولنې وروسته بریتانیې او امریکا هم د 'پي.ای. اې' پروازونه بند کړي دي او په ورته وخت کې د کرونا ویروس له کبله هم د پاکستان دغه هوایي شرکت له لوی مالي زیان سره مخ شوی.