چارواکي: د بغلان-سمنګان پر لویه لار ۱۰ طالبان وژل شوي

ارشیف، وسله وال طالبان

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي، د بغلان – سمنګان په لویه لار یې د طالبانو د اخاذۍ په سیمه او چک پاینټ برید کړی او لس تنه طالبان یې وژلی دي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې افغان هوايي ځواکونو د سرخ کوتل او تاجکانو په سیمه کې بریدونه کړي. لس طالبان یې وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د اعلامیې له مخې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

وسله والو طالبانو د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. مخکې هم د افغانستان د شمالي ولایتونو په لویو لارو د طالبانو د چک پاینټونو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي.