نن د ناټو غونډه کې په افغانستان کې د ناټو پر حضور بحث کېږي

ارشیف

نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پيلېږي، په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور په اړه هم په دې غونډه کې بحث کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، پنجشنبه به په افغانستان کې د ناټو د عسکرو د پاتې کېدو یا ایستلو په پرېکړې بحث وشي.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان استازی هم د ناټو د دفاع وزیرانو په دې انلاین غونډه کې برخه اخلي.

ښاغلي احمدزي ډاډ وښود چې د افغان ځواکونو، نظام او خلکو نه به د ناټو ملاتړ په خپل ځای پاتې وي.

له دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي و چې له افغانستانه په وتلو کې بېړه نه کوي.

د ناټو لس زره عسکر د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه، سلا او ملاتړ بوخت دي.