لېتوانیا: د ناوالنۍ زنداني کېدو کې دې پر لاس لرونکو بندیز ولګېږي

کریملین د منتقد الکسي ناوالنۍ

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو کسانو د بندیز لګولو غوښتنه وکړه چې د کریملین د منتقد الکسي ناوالنۍ په زنداني کولو یې لاس درلود.

ګابریلیوس لندزبرګیس پرون سې شنبه (د سلواغې ۲۸مه) د دې هېواد په پلازمېنه ویلنوس کې له روسي ژبي کرنټ ټایم ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "د موجوده پروسې پر اساس په واقعیت کې د لاتویا د بهرنیو چارو وزارت بلنه راکړه چې د هغو افرادو په فهرست کې چې د ناوالنۍ په دوسیه کې باید مجازات شي، د همغږي لپاره له دوی سره یوځای شو. موږ به له همغږي کولو وروسته د افرادو لېست په بروکسل کې ادارو ته واستوو. زه اوس اجازه نه لرم چې د افرادو نومونه په ډاګه کړم، خو اصلي خبره دا ده چې دا د بالتیک د ټولو هېوادونو ګډ تنظیم شوی لېست دی."

الکسي ناوالنۍ چې د فساد ضد یوه مخکښه څېره بلل کېږي، د روانې میاشتې په پیل کې له مخکيني تعلیقي بند څخه د سرغړونې په تور په دوه کاله او اتو میاشتو تنفیذي بند محکوم شوی دی.