افغان حکومت د جنرال براین مانیس خدمتونه وستایل

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو مسوول جنرال براین مانیس له ښو خدمتونو څخه د «ښه پوځي خدمت» مډال په ورکړې سره ستاینه وشوه.

د افغانستان حکومت د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د یوه لوړ رتبه جنرال براین مانیس د خدمتونو ستاینه وکړه.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې وزارت د وړاندیز پر اساس او د ولسمشرۍ له منظوري وروسته د ښه پوځي خدمت مډال پرون سې شنبه (د سلواغې ۲۸مه) د دغه ماموریت د عملیاتي چارو مرستیال جنرال مانیس ته ورکړل شو.

د خبرپاڼې له مخې د دفاع وزارت سرپرست شامحمود میاخېل په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې وویل چې جنرال مانیس ته دغه مډاله له افغان ځواکونو سره د ښې همکارۍ او د هغه د هڅو په خاطر ورکړل شو.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چې په چوکاټ کې یې شااوخوا لس زره بهرني سرتیري دندې ترسره کوي، افغان ځواکونو ته په روزنې، هغوی ته سلا ورکولو او ملاتړ متمرکز دی.

په پام کې ده چې د ناټو د دفاع وزیران سبا د دې ماموریت د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.