د مهاجرت نړیوال سازمان: د اسلام قلعه پېښې مو دفتر یو څه زیانمن کړی

د اسلام قلعه پېښه

د مهاجرت نړیوال سازمان'IOM ' وایي، د هرات په اسلام قلعه بندر کې په لګیدلي اور کې یې د راستنېدونکو د چارو لپاره د دفتر تأسیسات هم یو څه زیانمن شوي چې له امله یې له ایرانه افغانستان ته بېرته ستنېدونکو کډوالو ته خدمتونه په مخکینۍ بڼه نه شي رسولی.

په هرات کې د دې نړیوالې ادارې مسول نېک بېشوف 'Nick Bishop ' وویل، د اور د لګېدو پر مهال له ایرانه بېرته ستنېدونکو ته زیان نه دی رسیدلی، ځکه په دې ورځ د دوی د ثبت چارې مخکې بشپړې شوې وې او ډېرو یې د هېواد دننه د نورو مقصدونو پر لور سفر کړی و.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه افغان چارواکو د ځاني زیانونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د مالي په اړه یې سوداګرو ته د په سلګونو میلیونه ډالرو د زیان خبره کړې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان 'IOM ' وایي، په اسلام قلعه بندر کې یې د اور تر لګېدو مخکې د ورځې شااوخوا ۱۵ زرو کسانو ته چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راستنېږي، لازمې مرستې برابرولې، خو تر هغو چې تاسیسات یې رغول کېږي، دغو افغانانانو ته سپارښتنه شوې چې د نیمروز ولایت څخه دې کار واخلي.