بروکسل کې د ناټو غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

بروکسل کې د ناټو ودانۍ

تمه ده چې د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا په بروکسل کې پیل شي. په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه بحث وشي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل، د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو په غونډو کې به په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د راتلونکې په اړه پریکړه وشي.

ښاغلي سټولټنبرګ د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ناټو لومړیتوب دا دی چې افغانستان بیا ځلي د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د اوس لپاره ناټو په افغانستان کې شااوخوا لس زره پوځیان لري.