په ننګرهار او لغمان کې د کرکټ ولایتي لوبو لپاره لوبډلې اعلان شوې

آرشیف

ننګرهار او لغمان ولایتونو د کرکټ دوهمه درجه ولایتي لوبو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.

دغه لوبې په خوست او ننګرهار ولایتو کې ترسره کېږي.

په هره لوبډله کې ١٥ کسان لوبېږي.

ننګرهار په خپل ګروپ کې له فراه، پکتیا او زابل ولایتونو سره لوبې کوي او لغمان بیا په خپل ګروپ کې له کابل، هرات او بلخ ولایتونو لوبډلو سره میدان ته وځي.

ټاکل شوې، چې د کرکټ دوهمه درجه ولایتي لوبې د فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په څلور ګروپونو کې د شپاړلس ولایتونو د لوبډلو تر منځ پيل شي.