ملګروملتونو د میانمار پوځ ته خبرداری ورکړ

د میانمار پوځ د لاريون کوونکو د کنټرول په هدف هم راوتي دي.

ملګروملتونو په میانمار کې د پوځي کودتا ضد معترضانو د ځپلو د ناوړه عواقبو په خاطر د دې هېواد پوځ ته خبرداری ورکړی.

د ملګروملتونو ویاند فرحان حق پرون وویل، د میانمار لپاره د دې سازمان ځانګړې استازي کریستین شرانر بورګنر د میانمر د پوځي حکومت له مرستیال مشر سره په پرونیو ټيلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې د سوله ييزو مظاهرو او غونډو لپاره د خلکو حق ته باید پوره درناوی وشي.

ښاغلي حق وویل، ځانګړې استازې خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو سخت ځپل ښايي ناوړه عواقب ولري.

په میانمار کې د فبروري د لومړۍ نېټې د کودتا پرضد چې په ترڅ کې یې د دې هېواد د دولت مشره آنګ سان سوچي او ځینې نور مشران ونیول شول اعتراضونه په پراخېدو دي.