ایران: د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټول شامل اړخونه دې خپل مکلفیتونه عملي کړي

د ایران په نتنز کې يوه اټومي بټۍ

ایران وايي، که له دې هېواد سره د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټول شامل اړخونه د دې تړون په اساس پر خپلو مکلفیتونو عمل ونه کړي نو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو ته به د خپلو اټومي بټیو د پلټنې اجازه ورنه کړي.

د هغې لایحې له مخې چې د ایران پارلمان پروسږکال تصویب کړه حکومت مکلف دی، چې په ښکاره اټومي بټیو کې د دې ادارې پر پلټنو تر هغه وخته محدودیت ولګوي چې په اټومي تړون کې ټول شامل اړخونه د تړون پر موادو عمل وکړي.

د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د ایران استازي کاظم غریب آبادي پرون- دوشنبې وویل، تهران دې ادارې ته د خپل پلان په اړه خبر ورکړی دی.

خو په عین حال کې د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند سعیدخطیب زاده ویلي، د ایران د دې اقدام مانا دا نه ده چې د IAEA د ټولو پلټنو مخنیوی کېږي.