امریکا: طالبان دې د هدفي وژنو د څېړنې، غندلو او مخنیوي غوښتنې ومني

په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور. Feb. 2, 2021

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافېیر له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د هدفي وژنو د څېړنې، غندلو او مخنیوي غوښتنې ته لبیک ووايي.

راس وېلسن پرون د یوناما د تازه راپور د خپراوي په عکس العمل کې په یو لړ ټویټونو کې له حکومته هم غوښتنه کړې چې د یوناما له سپارښتنې سره سم د خپلو اتباعو خوندیتوب پیاوړی کړي، حملې په شفافیت وڅېړي او قاتلان مجازات کړي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې کې د ٢٠١٨ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر د ٢٠٢١ جنورۍ ٣١مې پورې د رسنیو ۶۵ کارکوونکي او د بشري حقوتو مدافعین وژل شوي دي.

‎د دغه راپور له مخې، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل او د ٢٠٢٠ کال د سپټمبر له ١٢مې د ٢٠٢١ د جنورۍ تر ٣١مې نېټې پورې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین په هدفي حملو کې وژل شوي دي.