چارواکي: په هرات کې وروستۍ اورلګېدنه له اداري فساد سرچینه اخلي

په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له امله نږدې زر موټر سوځېدلي. Feb 15 2021

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په هرات کې وروستۍ اورلګېدنه له اداري فساد څخه سرچینه اخلي.

طارق ارین پرون ناوخته په ټویټر کې ولیکل، چې له سمو ارزونو وروسته به ښکېل کسان زندان ته واچول شي او دا فساد کوونکي له تروریستانو کم نه دي.

طارق ارین لیکلي، چې به نږدې راتلونکي به فاسدین له تروریستانو سره په ګډه محاکمه او اعدام شي.

ښاغلي ارین دا خبره د کابل په ګمرک کې د رشوت اخیستو په تور د پنځو کسانو د نیول کېدو په تړاو کړې ده.

د هرات چارواکي وايي، په اسلام کلا بندر کې د شنبې ورځې په اورلګېدنه کې نږدې زر ټانکرونه سوځېدلي دي.