ناټو: طالبان باید له امریکا سره د کړې هوکړې ژمنې عملي کړي

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د راوستو تړون د لاسلیکولو مراسمو انځور. 12.9.2020

د ناټو سرمنشي وویل، طالبانو باید ټولې هغه ژمنې پرځای کې چې له امریکا سره یې د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې په موافقه کې کړې دي.

ینس سټولټنبرګ پرون مازیګر ځینو خبریالانو ته په انلاین کنفرانس کې وویل، د ناټو دفاع وزیران به د سبا او بل سبا یعنې (د سلواغې د ۲۹مې او ۳۰مې) په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر راتلونکي ماموریت بحث وکړي.

هغه زياتوي: "طالبان باید تشدد کم کړي، باید د ښه نیت له مخې مذاکره وکړي او خپلې هغې ژمنې ته درناوی وکړي چې په موافقه کې یې کړي او هغه دا چې تروریستي ډلو ته به چې زموږ پر هېوادونو حملې پلانوي، هېڅ ډول ملاتړ نه برابروي."

سټولټنبرګ زیاته کړه، دا مهال د امریکايي پوځیانو پرتله د ناټو د نورو متحدانو شمېر زیات دی.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له طالبانو سره د موافقې له مخې یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.

اوس د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره وايي، چې پر موافقه او تر مې میاشتې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.