تهران په ترکیه کې د يوه ايراني ډيپلومات نيول رد کړل

د ایران بیرغ

تهران د ترکي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په دغه هېواد کې یو ایرانی ډیپلومات نیول شوی وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون دوشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، په ترکیه کې د یوه ایراني وګړي د نیول کېدو په باب له ترکي چارواکو سره تماس نیول شوی دی.

هغه وویل: "د قونسلګرۍ هېڅ کارکوونکی نه دی نیول شوی. اساساً داسې څه نه شي کېدای ځکه د ټولو پروتوکولونو د چلندونو خلاف به وي. هغه څه چې پېښ شوي، دا دي چې یو ایرانی وګړی ترکیې ته د ننوتلو پر وخت نیول شوی دی. موږ د ترکیې له دولت سره په تماس کې یو."

خطیبزاده د دې ایراني وګړي د نیول کېدو په اړه نور جزییات ورنه کړل.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د ترکیې صباح دولتي ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د محمد رضا ناصرزاده په نوم یو ایرانی وګړی، د ایران د رژیم او اردو د منتقد مسعود مولوي وردانجاني د قتل په تړاو په ترکیه کې نیول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس تایید کړې، چې ناصرزاده د ایران د رژیم د دغه منتقد د قتل په تړاو نیول شوی دی.

خو ویلي یې دي، چې د صباح ورځپاڼې ادعا چې ګواکې محمد رضا ناصرزاده دې په استانبول کې د ایران د قونسلګرۍ کارکوونکی وي نه شي تاییدولی.