"په اسلام قلعه کې د اور لګېدنې پېښه شاوخوا ١٠٠٠ موټر سوځېدلي"

په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو له امله سوځېدلي موټرې

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دوی وروستیو څېړنو ښودلې چې د مخکیني اټکل خلاف د هرات په اسلام قلعه بندر کې د تېلو په ټانکرونو کې په لګېدلي اور کې شاوخوا زر موټرسوځېدلي دي.

مخکې د شاوخوا پنځه سوو موټرو د سوځېدو خبره شوې وه.

د دې خونۍ مشریونس قاضي زاده ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه دقیق نه شي ویلی، چې دغه اور به سوداګرو ته څومره مالي زیان اړولی وي خو د هغه په وینا خبره د څو سوو میلیونه ډالرو ده.

ښاغلي قاضي زاده په دې پېښه کې د اوښتي احتمالي ځاني تلفاتو په اړه وویل، چې په خواشینۍ سره شاوخوا څلویښت کسان لادرکه دي.

هغه زياتوي: "د څېړنې او د سیمې د اوسېدونکو په وینا شاوخوا څلویښت کسان لادرکه دي. په خواشینۍ سره ځينې جسدونه د پېښې په ځای کې پيدا شوي خو موږ په دې باور یو چې د د غه اور شدت او اوږدوالي ته په پام ښایي موږ ونه توانېږو چې جسدونه لاس ته راوړو."

له دې مخکې د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلي و، په دغه بندرکې چې د تېلو او ګازو د شاوخوا اوه سوه ټانکرونو د دریدو ظرفیت لري، د تېرې شنبې په ورځ د اورلګېدو په مهال په کې څه باندې دونیم زره لارۍ درېدلې وې.

هغه وویل، په دې اړه چې په ټانکرونو کې د چاودنې علت څه واو دا چې بل شوي اور څومره مالي زیانونه اړولي، څېړنه پیل شوې ده.