کونړ چارواکي: ماین چاودنې یو سیمه ییز پولیس ووژاه

په کونړ کې پولیس

د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو سیمه ییز پوليس وواژه.

د کونړ امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ ماښام مهال پنځه نېمې بجې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند بېلې سېمه کې د محلي پوليسو په پلې ګزمه شوې چې په خبره یې دې چاودنې یو محلي پولیس وژلی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د يادې چاودنې مسوليت په غاړه نه دى اخېستى.

له تېرو پنځو ورځو په کونړ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کې محلي پوليس په نښه کېږي چې له امله یې د دوه ملکي وګړو په ګډون له لسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه د ېوې هم چا مسوليت نه دى منلی.