ننګرهار کې ځایي چارواکي په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
د دې ولایت رسنیز دفتر ازادي راډیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې په حصارک ولسوالۍ کې د یکشنبې ماسپښین ۳ نيمې بجې د هوايي بريد په پايله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې دې برید کې د وسله والو طالبانو يو عراده موټر هم له منځه تللی.
خبرپاڼه زیاتوي، د یکشنبې په ماښام شااوخوا ۶بجې او ۴۰ دقیقې په شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې په يو موټر کې ناست ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې بريدونو کې بل چاته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.