د هرات چارواکي: اورلګېدنې تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو زیان رسولی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د اسلام قلعه په پرونۍ لویه اورلګېدنه کې افغان سوداګرو ته تر دوو سوو میلیونو ډالرو تاوان رسیدلی.

دا خبره د یادې ادارې رئیس یونس قاضي زاده نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وکړه.

د اسلام قلعه په بندر کې پرون شنبې د تیلو او ګازو ټانکرونه یو په بل پسې وچاودل او اور یې واخېست.

ښاغلي قاضي زاده وویل، د تیلو او ټانکرو شمېر شااوخوا پنځه سوو ته رسېږي.

د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د اسلام قلعه په لویه اورلګېدنه کې ۱۷ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي، خو رویټرز خبري اژانس بیا د یوه چارواکي په حواله د ټپیانو شمېر ۶۰ تنه ښودلی.

افغان حکومت د اسلام قلعه په بندر کې د لویې اورلګېدنې د څېړنې لپاره یو پلاوی ګمارلی او هرات ته یې لیږلی دی.

اسلام قلعه له ایران سره په پوله پروت د افغانستان یو مهم بندر دی چې په کې د راپورونو پر اساس تر دوه نیمو زرو بار وړونکي موټر او د تیلو او ګازو ټانکرونه درول شوي وو.