د هرات چارواکي: اسلام قلعه ګمرک کې د مالونو د سوځېدو ترڅنګ لوټ تالان هم ګډ شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د هرات په اسلام کلا بندر کې سخته اورلګېدنه

د اسلام قلعه ګمرک چې له ۲۴ د زیاتو ساعتونو تېرېدو وروسته هم ځای ځای په کې د اور لمبې تر سترګو کېږي.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې یوازې د موټرونو پرزې او د خلکو ګڼه ګوڼه ښکاري.

د هرات سوداګرۍ خونه وایي چې دې وروستیو دوو لسیزو کې افغان سوداګر له داسې ناورین سره نه وو مخ شوي.

د دې خونې رئیس یونس قاضي زاده رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له امله سره له دې چې مالونه یې سوځیدلې یو اندازه یې د غیر مسوولو خلکو له خوا لوټ شوي هم دي.

دی وايي: "هغه څه چې موږ د دې پېښې په اړه فکر کوو، زیان یې ډېر اړولی دی، د خصوصي سکټور د تیلو او ګازو اته ټانکرونه او نور مالونه سوځیدلي. له بده مرغه غیر مسوولو خلکو په ډېره اندازه مالونه لوټ کړي دي."

په دې اړه نور: اسلام‌قلعه بندر کې لا هم د ګازو لمبې بلې دي

د ښاغلي قاضي زاده په خبره، مالي زیان ځکه ډېر اوښتی چې د افغانستان ټرانسپورټ وزارت په ډېر شمېر سره ټانګرونه او لارۍ موټرې د خپل نوي طرزالعمل د پلي کېدو په موخه درولې وې، خو د ټرانسپور ټ وزارت بیا په دې اړه څه نه وایي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په سهار خپله فیسبوک پاڼه کې د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د رامنځته شوې پېښې په اړه سخته خواشیني ښودلي.

ښاغلي صالح په خپلې فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د هېواد بندرونو او ګمرکونو کې د زیربناوو نشتون یوه لویه ستونزه ده، خو ولسمشرغني د دې لپاره چې ګمرکونه په معیاري سیسټم جوړ شي له نړیوالو شرکتونو سره خبرې کړي دي.

نوموړي د ایران دولت نه هم مننه کړې چې په اسلام قلعه ګمرک کې پاتې لاریو ته یې خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړې او همدا شان د اور وژنې لپاره یې یاد ګمرک ته اطفایې را لېږلې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان مالیې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت وايي، په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګېدنې د پلټلو لپاره یې د ګمرکونو د عمومي مشرې په ګډون یو پلاوی هرات ته لیږلی دی.

د افغانستان مالیې وزارت د اسلام قلعه د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی هم لیږلی.

ښاغلي نوښت زیاته کړه: "د دې پېښې د مالي زیانونو په اړه تراوسه کره معلومات نشته، کله چې د پلاوي څېړنې پای ته ورسېږي نو د تاوان کچه به یې هم معلومه شي."

د ښاغلي نوښت په خبره، مالیې وزارت د دې لپاره چې سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي، د لنډې مودې لپاره د هرات روزنکي او محصولي ګمرکونو د مالونو د طی مراحل لپاره د دوی پر مخ پرانېستي دي.

د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې پرون شااوخوا ۱۱:۳۰ بجې هغه مهال اور لګېدنه رامنځته شوه چې د اسلام قلعه په ګمرک کې د ګازو ډک ټانکر وچاودېد.

که څه هم د هرات سوداګرۍ خونه د ګازو او د تیلو د اته ټانکرونو د سوځېدو خبره کوي، خو د شنبې په ورځ د اسلام قلعه په ګمرک کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله او د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ویلي و چې په دې اور لګېدنه کې شااوخوا ۵۰۰ ټانکرونه او بار وړنونکي موټر سوځېدلي دي.

د عامې روغتیا وزات پرون ویلي وو چې په دغې اور لګېدنه کې ۱۷ ټپیان شوي دي، خو رویټرز خبري اژانس بیا په اسلام قلعه ګمرک ګې د یوې سرچینې په حواله لیکي چې په یاده پېښه کې نږدې ۶۰ کسان ټپیان شوي دي.