په کندهار او پکتیا کې نجونو ته تحصیلي امکانات!

ارشیف، په کندهار کې له زده کړو یو شمېر فارغې شوې نجونې

نن یکشنبه (د سلواغې ۲۶مه) د ازادي راډیو په (نور بس دی) خپرونه کې د لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو پر ستونزو او دوى ته پر برابرو تحصيلي امکاناتو خبرې کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د ١٣٩٩ کال په اړه په خپل راپور کې ويلي چې اوس مهال د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو شمېر د هلکانو پرتله کم دى او د دوى هڅه دا ده چې د لوړو زده کړو په ادارو او پوهنتونو کې د نجـونو شمېر پنځوس سلنې ته لوړ کړي.

د خپرونې لومړۍ مېلمنه مو خانم جانه انورې ده چې په پکتيا ولايت کې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعاليت کوي.

دوهمه مېلمنه عزيزه وطنواله ده چې د کندهار ولایت مدني فعاله ده.

دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشیر پر مخ وړي، بشپړ پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نور بس دی