د مینانو ورځ؛ د کابل ځیني دکانونه له سرو ګلانو او ډالیو ډک شوي

کابل کې د مینانو ورځې لپاره په یوه دکان کې ګلان او ډالۍ

د فبروري ۱۴مه د ولنټاینز ډې یا د مینانو له ورځې سره سمون لري.

د کابل په څو سیمو کې د دې ورځې په مناسبت د سرو ګلانو او ډالیو د پلور دکانونو تیاری نیولی دی.

خلک وايي سربېره په دې چې کرونا وبا او هم بې‌اندازې زیات تاوتریخوالي خواشیني کړي، خو د مینانو د ورځې په مناسبت د خوښۍ لپاره له دې رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کوي.

ولنټاینز ډې یا د مینانو ورځ هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لمانځل کېږي.