د افغانستان دفاع وزارت: بادغیس کې ۳۰ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په بادغیس کې یې د طالبانو د دوو ډلګي مشرانو په ګډون د دغې ډلې ۳۰ غړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د ابکمري ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د هغو عملیاتو پر مهال وژل شوي چې د دوی ځمکنیو او هوایي ځواکونو کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عملیاتو کې د نجیب‌الله او ګل احمد په نوم د طالبانو دوه سرګروپان هم وژل شوي دي.

ابکمري د بادغیس هغه ولسوالۍ ده چې وخت نا وخت ورڅخه د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړو راپورونه خپرېږي.

تر اوسه طالبانو د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.