د سلواغې ٢٦مه؛ روسيه د افغان سولې بهیر کې څه ‌‌‌‌‌‌ډول رول لرلی شي؟

لښکرګاه کې د پخواني شوروي د وخت يو ټانګ. ارشيف ، 12feb 2017

د دلوې میاشتې ٢٦مه نېټه له افغانستان نه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو له ۳۲م کال سره برابره ده چې په ١٣٦٧ کال کې د حیرتانو د دوستۍ پله نه د دغه ځواک د وروستي سرتېري په تېرېدو سره د افغانستان نهه کلن یرغل پای ته ورسېد.

‎د ١٣٦٧ کال په ٢٦مه نېټه له افغانستان نه د شوروي د سلګونه زره ځواکونو د وروستي سرتېري په وتلو سره، د دغه هېواد د تاریخ يو خونړي پړاو ته د پای ټکی کېښودل شو.

‎پخواني شوروي اتحاد په افغانستان له نهه کلن یرغل سره ١٣زره وژل شوي او ٣۵زره ټپیان ورکړل، خو سلګونه زره افغانان يې هم د خپل یرغل قربانیان هم کړل.

‎پر افغانستان د شوروي یرغل له امله، دغه هېواد د دوو سترو زبر ځواکو هېوادونو امریکا او روسیې د سړې جګړې پر تود میدان بدل شو.

‎د کمونيستي بلاک ‌‌‌‌‌‌ډېری هېوادونو له شوروي خو اسلامي او غربي هېوادونو د امریکا په رهبرۍ بیا د افغانستان له مجاهدینو ملاتړ وکړ.

‎که څه هم شوروي له افغانستان نه پر وتلو اړ شو او د شوروي زبر ځواک هم له منځه ولاړ خو د افغانستان جګړه پای ته ونه رسېده.

‎له هغه مهاله له یو دېرش کلونو وروسته لا هم د افغانستان جګړه له افغانانو قرباني اخلي، اوس امریکا د شوروي اصلي سیال له ۱۳۸۰ کال نه راپه دېخوا د افغانستان په جګړو کې ښکېل دی.

‎امریکا یو کال وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې موافقې د لاسلیک مراسمو انځور. 12.9.2020

‎افغان دولت هم دا مهال له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د سولې په خبرو اتر بوخت دی.

‎خو اصلي پوښتنه دا ده چې روسیه د پخواني شوروي د ځای ناستي په توګه د افغانستان په نویو تحولاتو په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې څه رول لوبولی شي؟

‎د امریکا د اتلانتیک شورا غړی عمر صمد وايي: "له طالبانو سره چې په دې وروستیو کې خبرې اترې هم وشوې او له خبرو یې معلوم شول چې روسیه په افغانستان کې د سولې د پروسې د پرمختګ غوښتونکی ده او په خپله په ګټه یې بولي، ‎معلومه ده چې پوهېږو روسیې ته څو قضیې د اهمیت وړ دي. ‎لومړی روسیه د هغه ترهګرۍ سره ‌چې روسیې ته متوجه ده مبارزه کوي، لکه داعش او نورې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې په مرکزي اسیا کې پرتې دي، په ورته وخت کې د نشه یي توکو موضوع ده، بل د سرحدونو امنیت یې او د مرکزي اسیا امنیت خبره ده، او هغه اړیکې چې روسیه یې له چین، ایران او نورو هېوادونو سره لري همدارنګه هغه سیالي چې روسیه یې له امریکا سره لري دا ټول هغه څه دي چې د روسیې جوپولیتیک او اقتصادي ملاحظې بلل کېږي."

‎خو په مسکو کې شنونکی او ازاد خبریال فاروق فردا په دې باور دي چې روسیه د طالبانو په ملاتړ په سیمه کې د خپلو ګټو په لټه کې ده.

هغه زياتوي: "روسیه اوس باید د یو خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د سولې د پروسې پر وړاندې عمل وکړي، خو دغه هېواد له طالبانو ایران او پاکستان په همفږۍ په هغو اقداماتو لاس پورې کوي چې په نږدې یا لرې راتلونکي کې کوم شین څراغ نه ښیي، اوس یې ګورو چې د دغو دوو هېوادو افغانستان او روسیې اړیکې په هغه حد کې چې باید وای نه دي، دا ټول د افغانستان د سولې د پروسې پر وړاندې د روسیې د اغیزناکو سیاستوالو د رول تاثیرات دي."

‎ طالبان بیا د جګړې په برخه کې د روسیې د ملاتړ په اړه تور ردوي.

په ارزګان کې طالب جنګیالي

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دوی په اوسنۍ جګړه کې له نورو هېوادونو تسهیلات نه بلکې د خپلو جوړ شویو وسلو او هغه مهماتو کار اخلي چې یا یې د جګړې مقابل لوري اخلي او یا هم ورته له پخوانیو جګړو ور پاتې دي.

روسیې هم مخکې ويلي، چې له طالبانو ملاتړ نه کوي.

‎له دې سره د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه د افغانستان د سولې په پروسه کې مهمه ون‌‌‌‌‌‌ډه لري.

‎د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "ګاونډي او د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې مهمه ونډه لري، ایران، پاکستان او روسیه همدارنګه د سیمې نور هېوادونه په دغه بهیر کې اغیرناک رول لري، نو د همدې لپاره د سولې د بهیر لپاره د اجماع جوړول او پیاوړي کول یوه حتمي چاره ده چې افغان دولت د دغې اجماع د جوړولو او پیاوړي کولو لپاره په دوامداره توګه کار کړی او اوس هم بوخت دی کار کوي."

‎له دې سره روسیه د افغانستان له ملاتړو او متحدو هېوادونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې ده او د بین الافغاني خبرو اترو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې د امریکا له هڅو ملاتړ اعلان کړی دی.

‎څو موده وړاندې د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی و.

‎د طالبانو د دغه پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي د جنورۍ په ٢٩مه په مسکو کې له روسي چارواکو سره تر لیده کاته وروسته وویل، دغه ‌‌‌‌‌‌ډله تمه لري چې امریکا په خپلې ژمنې ودرېږي او تر راتلونکې مۍ مياشتې پوروې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي.

‎د سیمې او نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېری هېوادونو د افغانستان د سولې له بهیر نه ملاتړ کړی دی او د افغان حکومت چارواکو او د طالبانو مشرانو د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره د اجماع رامنځته کولو په هدف د سیمې ‌‌‌‌‌‌اکثرو هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.