د امریکا کانګرس د جوبايډن له ادارې نوې غوښتنه کړې

جوبایډن

د متحدوایالتونو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون یوې ډلې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي دي، چې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په ختیځه او مرکزي اروپا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونو لپاره د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې موافقه کړې وه، چې په دې برخه کې به تر یو میلیارد ډالرو پورې پانګونه کوي.

په تېره ډسمبر میاشت کې په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د درې سوه میلیون ډالرو لګښت تصویب شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرس په دې سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنيوي هڅه کوي.