"د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله تر اوسه ۱۷ کسان ټپیان شوي"

Your browser doesn’t support HTML5

د هرات په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې انځور

د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له املهد شاوخوا ۱۷ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، دا لومړني معلوماتو دي او ممکن دغه شمېر کې زیاتوالی راشي.

په ورته وخت کې ددې ولایت والي وحید احمد قتالي وايي چې د دې اورلګېدنې د کابو کېدو لپاره پياوړي اقدامات شوي او دغه هڅې به لا ګړندۍ شي.

د هرات والي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د اور د کابو کېدو لپاره شاخوا ۹ جدي اقدامات ترسره شوي او د دغه اقداماتو په ترسره کېدو سره به رامنځته شوی اور تر ډېره کابو شي.

هممهاله په هرات ولایت کې ځيني چارواکي وايي، چې دایران لخوا د دې اور د کابو کولو لپاره د اور وژنې یو ټیم سيمې ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا په دې پېښې کې د ۱۷ کسانو د ټپي کېدو او سوځېدو خبره کوي.

له دې سر هممهاله د اسلام قلعه په ګمرک کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله او د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، چې په دې اور لګېدنه کې تر دا مهال شاخوا ۵۰۰ ټانکرونه او باروړنونکي موټر سوځېدلي دي.

دغه پېښه نن شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د اسلام قلعه په ګمرک کې د ګازو ډک ټانکر وچاودېد.