"بایډن دې ختیځه او مرکزي اروپا کې د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي" 

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالاتونو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون یوې ډلې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي چې د درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت په ختیځه او مرکزي اروپا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونو په برخه کې د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې موافقه کړې وه چې دې برخه کې به تر یو میلیارد ډالرو پورې پانګونه کوي.

په تېره ډسمبر میاشت کې په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د درې سوه میلیون ډالرو لګښت تصویب شو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس دې سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنيوي هڅه کوي.