ننګرهار کې ۵ زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په ننګرهار ولايت کې د څه کم ۳۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، یادې پروژې چې د کرنې وزارت د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کچې ټيټولو پروژې له خوا پلي شوي.

د رستمي په وینا په دې پروژو کې د کانالونو بیارغول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه ،د دغو پروژو په پلي کېدو سره څلور زره جریبه ځمکه خړوبېږي او دوه زره او ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سیند له ګواښونو خوندي شوي چې د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي او د دوی په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي.

د یاد وزارت په وینا، د دې پروژو په پلي کېدلو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.