مالیې وزارت: د بودجې د تصویب ځنډ ملي عوایدو ته جدي زیان اړوي

ارشیف

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، هره ورځ چې د ملي بودجې تصویب ځنډیږي، د ملي عواېدو د راټولېدو برخې ته جدي زیان اړوي.

د دغه وزارت ویاند فرید نوښت نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې روان مالي کال کې د ملي عواېدو راټولېدو لپاره ۲۱۶ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې دا د ملي بودجې تصویب پورې تړلې مسئله ده.

نوموړي وویل، د ملي بودجې تصویب کې ځنډ هغه ملي پروژې چې د دولت لپاره عواید لرونکي دي له ځنډ سره مخ کړي او د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه ورسره لوړه شوې ده.

د مالېې وزارت په وینا، که بودجه تصویب نه شي له مرسته کوونکو سره د ژمنو پلي کول هم له ستونزو سره مخ کېږي او خصوصي سکټور ته زیان اوړي، خو دغه وزارت ډاډ ورکوي چې هڅه روانه ده، څو د معاشونو د ورکړې چارې له ځنډ سره مخ نه شي.

د ماليې وزارت وایي، ولسي جرګې ته د بودجې په درېيم لېږل شوي سند کې د جرګې ډېری وړاندیزونه په پام کې نیول شوي او دوی ولسي جرکې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي چې د ملي بودجې په اړه د نظر شته اختلافونه حل او د ۱۴۰۰ لمریزکال ملي بودجه تصویب شي .

د ملي بودجې په مسوده کې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ۴۳۷ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي چې له دې رقم ۳۱۱ میلیارده افغانۍ عادي بودجه ده چې د ملي بودجې ۶۶ سلنه جوړوي او پراختیایي بودجه ۱۶۱میلیارده افغانۍ ده چې د ملي بودجې ۳۴سلنه جوړوي .