د حوثي یاغیانو په اړه د امریکا له پرېکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

د یمن حوثي یاغیان

ملګروملتونو د امریکا د متحد ایالاتونو د دې پریکړې هرکلی کړی چې د یمن حوثي یاغیان د تروریستي ډلو له لېسته بهر کوي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دجارېک دا پریکړه یو مخ مثبت وګڼله او ویې ویل چې ملګري ملتونه هیله مند دي چې له دې سره به د یمن د ستونزو د سیاسي جوړجاړي لپاره لار هواره شي.

د فبروري له شپاړسمې وروسته به د حوثي یاغیانو په برخه کې د امریکا پریکړه د پلي کېدو وړ وي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې په تروریستي لېست کې د حوثیانو له شمېرلو سره اړو کسانو ته د مرستو د رسېدو مخه نیول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دي، د حوثیانو په اړه د واشنګټن پریکړه په یمن کې د خراب بشري وضعیت لپاره شوې ده.