افغان کرکټر نوین الحق د انګلستان 'وایټلټي بلېسټ' کې لوبېږي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی نوین الحق

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی نوین الحق وایي، تل یې غوښتل د انګلستان په شل اووریز جام وایټلټي بلېسټ کې ولوبېږي.

نوین پرون جمعه (د سلواغې ۲۴مه) د دغه شل اووریز ټورنمنټ له یوه مخکښ ټیم لسترشایر سره تړون لاسلیک کړی.

د نوین الحق لنډې خبرې د لسترشایر ټیم له خوا خپرې شوي دي: "زه خوشاله یم چې له لستر شایر سره مې د وایټالټي بلېسټ لپاره تړون لاسلیک کړ. ما تل غوښتل چې په دغو سیالیو کې برخه واخلم. په دې هیله چې تاسو ټول هلته په لوبغالي کې وګورم."

د انګلستان وایټالټي بلېسټ شل اووریز جام د جون په نهمه پيلېږي.

له کوم ټیم سره چې نوین تړون لاسلیک کړی، دری واره د دغو سیالیو اتل پاتې شوی.

نوین الحق چټک توپ اچوونکی دی چې تر دې مخکې یې د کاربین، بنګله دیش او سریلانکا په شل اووریز لیګونو کې لوبې کړي او د ملي ټیم له لوبو سره په ګډه یې په شل اووریزو سیالیو کې د وېکټو شمېر ۶۵ ته رسېږي.