"همدا اوونۍ د روغتیا سازمان د کووېډ-۱۹ واکسینونو د تطبیق تاییدي راکوي"

افغانستان سره د هند له لوري د کرونا ضد مرسته شوي واکسین

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، همدا اوونۍ به د روغتیا نړیوال سازمان د هند له خوا د کووېډ-۱۹ مرسته شوېو واکسینونو د تطبیق تاییدي ورکړي.

هند له افغانستان سره تېره اوونۍ د پنځه لکه ډوزه واکسینونو مرسته وکړه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري پرون جمعه (د سلواغې ۲۴مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان کومه خاصه نېټه نه ده ټاکلې خو له دغه سازمان سره چې کومې اړیکې موږ نیولي، راته ویلي یې دي چې د همدې اوونۍ تر نیمايي پورې به تاییدي رالیږي."

ښاغلي نظري زیاته کړه، له مخکې ترتیب شوي پلان پر اساس به لومړی روغتیابالان او ورپسې دفاعي او امنیتي ځواکونه او په درېیم ګام کې خبریالان واکسین شي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د فبروري تر ۱۲مې په کرونا د اخته خلکو شمېر نږدې ۵۵ زره او پنځه سوه ته رسیدلی چې له ډلې یې ۲۴۲۴ تنه مړه شوي.