ایران تازه د فلزي یورانیمو د تولید خبر ورکړی دی. د دې هېواد سره د اټمي تړون درېیو اروپايي قدرتونو بریتانیا، جرمني او فرانسې په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران له خوا د فلزي یورانیمو د تولید په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د تړون د ژمنو په خلاف بللی.
جمعه د دغو هېوادونو په اعلامیه کې په دې ټینګار چې ایران د فلزي یوارنیمو د تولید لپاره معتبره او غیرنظامي دلیل نه لري باید دا فعالیتونه ودروي.
دوی د ایران دا کار د اټمي وسلو د جوړولو لپاره یو اساسي ګام بللی.
په دې اړه نور: د ایران ولسمشر: د بندیزونو او اقتصادي جګړې وخت پای ته رسېدلیله ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د اروپايي لاسلیک کوونکو ګډې اعلامیې د ایران غبرګون وپاراوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د ایران په استازیتوب یې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ټولې هڅې په غاړه درلودې په یوه ټويټ کې درې اروپايي هېوادونه په دې تورن کړي چې خپله یې په ژمنو عمل نه دی کړی او دا پوښتنه یې کړې چې دوی تر اوسه څه کړي دي؟
Have our E3 partners ever read para 36 of JCPOA & Iran%27s many letters on that basis?By what logic is the onus on IRAN to stop its remedial measures undertaken a full year after the US withdrew from—and continues to violate—the JCPOA?What have E3 done to fulfill their duties?
— Javad Zarif (@JZarif) February 12, 2021
ایران تېره میاشت هم د فلزي یورانیمو د تولید لپاره خپل نیت په ډاګه کړی و.
دا یورانیم په اټمي بمونو کې کاریږي. هغه وخت هم اروپايي قدرتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ له دې چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ساتلو غوښتونکی دی باید ژر تر ژره د فلزي یورانیمو تولید بند کړي.
سره له دې چې اروپايي قدرتونو جمعه د دوهم وار لپاره اعلامیه ورکړې، خو د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي، ایران د اروپايي قدرتونو غوښتنې ته پام نه دی کړی.
یوه ورځ مخکې هم د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و چې د ایران له خوا د تړون د ماتولو اقدامات به د ایران د اټمي پروګرام په اړه د امریکا د نوي دولت د ډپلوماسۍ پرانېستل شوی ور وتړي.
امریکا ویلي، که ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې د خپلو ژمنو پلي کولو ته ور ستون شي دوی هم تړون ته ورستنېږي.