په پاکستان کې د معلولينو اعتراض درېيمې ورځې ته غځېدلى

ار

لسګونو معلولینو پرون د درېیمې ورځې لپاره د پاکستان په شمال لویدیځ کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

معترضین د کار موندنې، روغتيايي مراقبتونو او د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینې برابرول غواړي.

دا اعتراضونه د فبرورۍ پر نهمه د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سرحدي سیمه کې په تحصن پیل شول.

دوی وايي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.

د دغو مظاهرو یوه تنظیموونکي دین محمد آزادي راډیو ته ویلي، چې په دې اعتراضونو کې ۲۵۰ کسان ګډون لري چې ۱۶۰ تنه یې د ماینوو په چاودنو، ناامنیو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې معلول شوي دي.

د واڼه ښار د کمېشنر مرستیال بشیر خان آزادي راډیو ته ویلي، چې چارواکي به د دغو مظاهره کوونکو یوازې منطقي غوښتنې وارزوي.

دی ادعا کوي، چې دغه معلولین په سرحد کې د قاچاق د اجازې په لټه کې دي چې د ده په خبره دولت به دا کار ونه مني.