د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه په کابل کې خپل برازیلي سیال لیوناردو باربوسا ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د یک خصوصي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده، په پای کې یې ښاغلي هوتک وویل: "د افغانستان ټول ملت ته او زموږ غمجنو خلکو ته د دې سترې بریا مبارکي وایم."
ده خپل سیال د دوهم رونډ په نیمایي کې له پښو وغورځاوه.