په فاریاب کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر او په دغه ولایت کې د پژواک خبرې اژانس خبریال قطب الدین کوهي په یوه وسله وال برید کې تېر ماښام ټپي شو.
د راپور له مخې ناپېژاندو وسله والو د مرکز میمنې په بازار کې پر ده ډزې وکړې.
د پولیسو په وینا د قطب الدین کوهي روغتیایي وضعیت اوس ښه دی.
له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون اووه خبریالان وژل شوي دي.