د ناټو سرمنشي: طالبانو خپلې ژمنې عملي کړي نه دي

د ناټو سرمنشي ينس ستولتنبرګ

د ناټو سرمنشي وایي، طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړي نه دي.

هغه وايي: "په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه چې هره پرېکړه کوو باید پر دې بنسټ وي چې موږ ډاډه شو چې دغه هېواد بیا د ترهګرو په خوندي پناهځای نه بدلېږي."

ینس ستولتنبرګ دا خبره پرون په بروکسل کې د بلجیم له دفاع وزیرې لودیفین ډیډنډر سره د کتنې پرمهال وکړه.

دوی دواړو د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې دا غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې پيل شي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ناټو دفاع وزیران پرېکړه وکړي، چې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي که خپل پوځي ماموریت ته ادامه ورکړي.

ستولتنبرګ وویل، طالبان د دې پرځای چې خپلې ژمنې پرځای کړي، شخړې راکمې کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطع کړي، دوی د شخړو کچه لوړه کړې ده، حتی د ډاکټرانو، قاضیانو او خبریالانو پرضد لاس په کار شوې دي.

د ناټو سرمنشي وویل: "موږ له سخت انتخاب سره مخامخ یوو، یا به خپلو پوځي هڅو ته په افغانستان کې ادامه ورکوو یا به له دغه هېواده وځو او دا خطر به منو چې دا ځای بیا د ترهګرو په پناهځای بدل شي."