په جګړه ځپلي هلمند کې د ماشومانو ناوړه او نامعلوم برخلیک!

ارشیف، افغانستان کې یو کارګر ماشوم

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې سلګونو ماشومان له زده کړو بې برخې او په درنو کارونو بوخت دي.

دا ماشومان له سهاره تر ماښامه درانه او اوږد مهاله کارونه کوي او د کورني لګښتونو د پوره کولو په پار پیسې ګټي.

دغه ولایت کې سلګونو هغه ماشومان چې جګړو يې پر مخ ښوونځی تړلی او یا هم د کورنۍ سرپرست یې ترې اخیستی اړ دي چې درانه کارونو ته اوږه ورکړي.

دوی ټوله ورځ په لاس ګاډو کې بارونه وړي یا هم په دوکانونو او مستري خانو کې په کارونو بوخت وي.

لښکرګاه ښار کې په درنو کارونو بوخت درېیو ماشومانو سمیع الله، نصیب الله او وحیدالله ازادي راډيو وویل: "کرۍ ورځ ټيمان ټولوم، بیا یې پلورم او کور ته پرې ډوډۍ پیرم، خو بیا هم د کور لګښتونه نه شم پوره کولی.

-د ورځې ۱۵۰افغانۍ پیدا کوم، نور څه نشته، تعلیم ته وخت نه لرو زدکړه کله وکړو؟

- سهار وختي رازم تر ماښامه دلته کار کوم او پلاستیکي توکي ټولوم، بیا یې پلورم لس-۲۰ افغانۍ کېږي، کور ته پرې خوراکي توکي پېرم."

د لښکرګاه ښار یوه څنډه

دا د هلمند د سلګونو دا ډول ماشومانو دردوونکې کیسې ده.

دا ماشومان تر ډېره د داسې کورنیو دي چې د روانې جګړې له کبله یې پلرونه وژل شوي او یا یې هم کورنۍ بې ځایه شوي دي.

له دې سره د پوهنې ریاست د مسولینو د معلوماتو پر اساس د هلمند په مرکز او یو شمېر ولسواليو کې ګڼ ښوونځي تړل شوي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رئیس رحیم الله سلطاني ازادي راډيو ته وویل چې تازه وروستیو جګړو په دې ولایت کې ۳۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

هلمند کې وروستیو جګړو تازه ۳۰ ښوونځي تړلي

دی وايي: "پخوا د بودجې او کتابونو د نشتوالي له امله هلمند کې ۶۷ ښوونځي بند وو، خو تازه وروستیو جګړو بیا دې ولایت کې ۳۰ ښوونځي وتړل چې له ډلې یې ۱۴ بابه په ناوې ولسوالۍ کې، دوه په نادعلي ولسوالۍ کې، یو په نهرالسراج ولسوالۍ کې او ۱۳هم په مرکز لښکرګاه او نژدې سیمو کې تړل شوي دي."

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال محمد امان نېکمل وایي چې تر دې مهاله له ۳۰۰ زیات ماشومان چې د دغه ولایت د ښاروالۍ سروې کړي، په درنو کارونو بوخت دي.

د دوی په خبره د ځينو سره یې مرسته کړې او په دې برخه کې بېلابېل د عامه پوهاوي پروګرامونه هم لري.

بل خوا بیا لښکرګاه کې د عقلي، عصبي او رواني ناروغیو متخصصين وایي، پر ماشومانو درانه کارونه کول د هغوی پر ذهن، روح، فزیکي او رواني حالت منفي اغېز پرېباسي.