ملګري ملتونه: ایران د یورانیمو جامد مواد تولید کړي

د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې رئیس رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون څخه سرغړونه کړې او د یورانیمو جامد مواد یې تولید کړي دي.

دغه اداره دغه خبر داسې مهال ورکوي چې تهران د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر نوې ادارې فشارونه زیات کړي چې پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې رئیس رافایل ګروسي د دې ادارې غړو ته د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې څارونکو یې تأیید کړې چې ایران د اصفهان په اټمي تأسیساتو کې څه باندې درې نیم ګرامه جامد یورانیم تولید کړي دي.

که څه هم دا په دې بڼه غني شوي دومره زیات یورانیم نه‌دي، خو له هغو کېدای شي په اټمي وسله کې کار واخیستل شي.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون څخه خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال وایست او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

له هغې راهیسې تهران هم په تدریجي ډول په دغه تړون کې خپلې کړې یو لړ ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. په لوړه کچه د یورانیمو غني کول‌یې پیل کړي او هم‌یې په اټمي تأسیساتو کې پرمختللي سنترفیوزونه نصب او فعال کړي دي.