جو بایډن له خپل چیني سیال سره خبرو کې د واشنګټن اساسي اندېښنې شریکې کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره میاشت د ولسمشر په توګه د دندې تر پیلېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل چینایي سیال سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې بایډن له شي جین پېنګ سره په خبرو کې د چین د اقتصادي جبري او غیر عادلانه پالېسیو، په هانګ کانګ کې د ځپنې، په شینجین ولایت کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د تایوان په ګډون په سیمه کې د چین د ځواک ښودنې د زیاتېدونکو اقداماتو په اړه خپلې اساسي اندېښنې څرګندې کړې.

د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو اړیکې، د اقتصادي، سیاسي او بشري حقونو پر سر د اختلافاتو له امله له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې دي.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ چې چین‌یې د کرونا د خپرې شوې وبا مسؤل بللی، د تېر کال له مارچ میاشتې وروسته له شي جین پېنګ سره خبرې نه‌وې کړې.

سپینه ماڼۍ وایي، بایډن او شي دغه‌راز د کرونا وبا، د روغتیایي خوندیتوب د ګډو ننګونو، اقلیمي بدلون او د وسلو د پراختیا د مخنیوي پر مسئلو خبرې وکړې.

بایډن پرون مخکې تر دې له پنټاګون څخه د کتنې په مهال ویلي چې د چین په وړاندې د امریکا پر پالېسۍ به له سره کتنه وکړي.