د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ مېرمن له روسیې جرمني ته تللې

د الکسي ناوالنۍ مېرمن یولیا

د کرملېن د منتقد او فساد ضد مخکښ فعال الکسي ناوالنۍ مېرمن یولیا له روسیې جرمني ته تللې.

نوموړې پرون له مسکو څخه په یوه الوتکه کې فرانکفورت ته رسېدلې. جرمني ته د هغې د تلو په اړه تر اوسه نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د جرمني د دویچوېلې ټلوېزیون د راپور له مخې یولیا نه‌ده لیدل شوې چې د فرانکفورت د هوایي ډګر له ترانزیته دې وتلې وي، خو له هغې سره په الوتکه کې سپرو یو شمېر مسافرو، تأیید کړې چې هغه په الوتکه کې وه.

په اوس وخت کې د هغې مېړه الکسي ناوالنۍ په مسکو کې بندي دی.

د روسیې یوې محکمې د فبرورۍ په دوهمه ناوالنۍ د مخکېني تعلیقي بند څخه د سرغړونې په خاطر په دوه کاله او اتو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره د هغه ملاتړو د مسکو په ګډون د روسیې په ډېرو ښارونو کې مظاهرې وکړې چې په ترڅ کې یې په سلګونه کسان د روسیې د امنیتي چارواکو له‌خوا نیول شوي دي.